1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسترالیا

آسترالیا: د ترهګرۍ په تور اوه کسان نیول شوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د آسترالیا پولیس وايي پولیسو په یو لړ عملیاتو کې يې اوه تنکي ځوانان نیولي دي. د پولیسو چارواکو ادعا کړې چې داسې شبکه یې منحل کړې چې ښايي د یوه برید امادګي يې نیوله او په دې توګه یې خلکو ته د نه منلو ګواښ پیښاوه.

د پولیسو مرستیال کمیشنر ډیف هوډسن، د یادو عملیاتو په تړاو وویل چې د یادې شبکې تر ژورې څېړنې او څارنې وروسته دوی ته د خطر زنګ ووهل شو، داسې د خطر زنګ چې په وینا یې عاجل اقدام ته یې ضرورت درلود.
د پولیسو مرستیال کمیشنر ډیف هوډسن، د یادو عملیاتو په تړاو وویل چې د یادې شبکې تر ژورې څېړنې او څارنې وروسته دوی ته د خطر زنګ ووهل شو، داسې د خطر زنګ چې په وینا یې عاجل اقدام ته یې ضرورت درلود.انځور: AAP/REUTERS

د آستراليا پوليسو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اپریل ۲۴مه) په دغه هیواد کې د یوې داسې شبکې د لمنځه وړلو ادعا کړې چې په خبره یې ښايي په دغه هیواد کې یوه برید ته امادګي نیوله. د پولیسو په وینا د ترهګرۍ ضد په یو لړ عملیاتو کې یې اوه تنکي ځوانان هم نیولي دي.

تیره اونۍ په آسترالیا کې د عراقي ریښه لرونکي آشوري کشیش تر ټپي کیدو وروسته، تر ۴۰۰ ډیرو پولیسو د سیدنې په ۱۳ سیمو کې چاڼیز عملیات کړي.

د برید په تړاو یو ۱۶ کلن ځوان نیول شوی دی او د پولیسو په توقیف کې دی. خو پولیس وايي چې د یاد برید په تړاو یې «مذهبي انګیزه لرونکي» اوه نور تنکي ځوانان هم نیولي دي چې د یوې سترې شبکې غړي دي.

د پولیسو مرستیال کمیشنر ډیف هوډسن، د یادو عملیاتو په تړاو وویل چې د یادې شبکې تر ژورې څېړنې او څارنې وروسته دوی ته د خطر زنګ ووهل شو، داسې د خطر زنګ چې په وینا یې عاجل اقدام ته یې ضرورت درلود.

هوډسن تر عملیاتو وروسته رسنیو ته وویل: «تر څار لاندې د دوی رویې موږ ته دا وښوده چې که چیرته دوی د کوم بل جرم نیت درلود، موږ یې د مخنیوي وړتیا نه لرله.» د نوموړي په خبره، موږ دا درک کړه چې ګواښ ډیر ستر وو او زیاتوي چې تر پلټنو وروسته موږ باور درلود چې بل برید هم ښايي پیښ شي.»

د پولیسو دغه لوړ پوړي چارواکي د نیولو شویو کسانو په هکله وویل چې هغوی ټول تنکي ځوانان دي چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي.

تیره اونۍ، په آسترالیا کې یو ۱۶ کلن ځوان په دې تورن شو چې په مذهبي مراسمو کې یې په عراقي ریښه لرونکي آشوري کشیش باندې د سینې او سر په برخه کې برید وکړ چې له کبله یې نوموړی سخت ټپي شو.انځور: Jaimi Joy/REUTERS

هوډسن د خپلو خبرو په ادامه وویل چې «د ترهګرۍ راتلونکی او د انترنت له لارې د ځوانانو تندلاري کیدل به موږ ته یو مشکل وي.»

په عین حال کې د استرالیا د فدرالي پولیسو د ترهګرۍ ضد کارپوه کریسي باریټ بیا وویل چې «یاده شبکه یو ډول خونړۍ سخت دریځه نظریه لري.» که څه هم د استراليا پولیسو د یوه بل برید د پیښیدو امکان نه دی رد کړی، خو باریټ وايي چې دوی تر اوسه پورې د بل برید د ځای، ډول او یا وخت په هکله شواهد په لاس کې نه لري.»

تیره اونۍ، په آسترالیا کې یو ۱۶ کلن ځوان په دې تورن شو چې د ټولنیزې رسنۍ له لارې په ژوندۍ بڼه په خپریدونکې مذهبي مراسمو کې یې په عراقي ریښه لرونکي آشوري کشیش باندې د سینې او سر په برخه کې برید وکړ چې له کبله یې نوموړی سخت ټپي شو.

د مار ماري ایمانیول په نامه دغه مذهبي څیره په ټولنیزو رسنیو کې تر ۲۰۰ زره ډېر مینوال لري او د کرونا ویروس د واکسین، د کرونا پرمهال د وضع شویو محدودیتونو او همدا راز اسلام ضد څرګندونې یې کړې وې.

آژانسونه/ خ.ح / ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل