د دوشنبه په ورځ د "Admiral Gorshkov" په نامه روسي جنگي بيړۍ د کيپ تاون ساحل ته ورسيده تر څو په سمندري تمريناتو کي برخه واخلي. دغه تمرينات چي جنوبي افريقا د فبرورۍ د ۱۷ تر ۲۷ پوري پلان سوي دي، د روسيې، جنوبي افريقا او چين د سمندري ځواکونو له خوا د ۲۰۱۹م کال له پيل راهيسي دوهم گډ عمليات دي.
د «موسي ۲ تمرين» په نامه دغه عمليات د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراين باندي د روسيې د يرغل د کاليزي سره سمون خوري او په دې ډول يې د جنوبي افريقا غربي متحدين ناآرامه کړي دي.
په بحرهند کي شخړه ایز نظامي تمرینات
د اروپايي ټولني لوړپوړي ډيپلوماټ، جوزيف بوريل له جنوبي افريقا څخه خپلي سيالي، ناليدي پاندورسره په گډ مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي دغه پلان سوي سمندري تمرينات »يوه ښه خبره« نه ده. د جنوبي افريقا حکومت په رسمي ډول د دغي موضوع په هکله خپل نظر نه دی څرگند کړی.
د بحران په نړيوال سازمان کي د افريقا د پروگرام مشري، پاولينا بيکس له دويچه ويلي سره په خبرو کي وويل: «دا حقيقت چي نوموړي پوځي تمرينات د اوکراين د جگړې د پيل له ورځي سره تړاو لري، ډيره بې معني خبره ده.»
جنوبي افریقا:له روسیې او چین سره گډ پوځي تمریناتانځور: Chen Cheng/Photoshot/picture alliance د روسيې له پاره د پروپاگنډ بری څارونکي پر دې خبره سره يو دي چي مسکو په دې ډول په داسي يوه هيواد کي د خپل پروپاگنډ له پاره بري ترلاسه کړ چي تر اوسه يې دا خبره ردوله چي د مسکو يرغل وغندي او هڅه يې کوله چي د اوکراين او روسيې ترمنځ شخړه کي بې طرفه پاته سي.
ډېر غربي ديپلوماټان دغه گډ پوځي تمرينات د جنوبي افريقا د بې طرفۍ له سياست سره په تضاد کي ويني. پاولينه باکس وويل چي: «هغوی واقعاً په اندېښنه کي دي او غواړي په دې پوه سي چي جنوبي افريقا په حقيقت کي د چا پلوي کوي.»
امریکا، اوکراین ته د دوامداري مرستي ډاډ ورکړ
د هغې په خبره د جنوبي افريقا خارجه وزيره، ناليدي پاندور خو په اول سر کي پر اوکراين باندي د روسيې يرغل غندلی وو. جمهور رئيس کيرل رامافوزا هغه دې ته مجبوره کړې وه چي خپله خبره بيرته واخلي او خپل روسي همتا سيرگي لاوروف ته د جنوري په پاي کي د زړه له کومي هرکلي ووايي. سيرگي لاوروف جنوبي افريقا ته تر خپل يوې اونۍ سفر وروسته وويل: «موږ د دې خبري تاييد کولای سو چي د لويديځ هغه پلانونه چي روسيه به په نړيواله توگه منزوي کړي، له ناکامۍ سره مخامخ سول.»
دغه انگيرنه چي لويديځ به په افريقا کي د روسيې په وړاندي ماته وخوري، اوس د آلمان پارلمان ته رسيدلې چي غړو يې معمولاً د افريقا لويې وچي ته د اولويت په سترگ نه کتله. د جرمني اپوزيسيون گوندونو CDU/CSU « په افريقا کي د روسيې له مخ په زياتيدونکي نفوذ په وړاندي مقابله کي د آلمان د ستراتيژۍ » په هکله يو وړانديز کړی دی. دغه محافظه کاره گوند « په سيمه کي د اروپا او آلمان د گټو له پاره يوه ستونزه» ويني. ويل کيږي چي په دې اړه رايه اخيستنه د مارچ پر اوله پلان سوې ده.
جنوبی افریقا ته د روسیې د خارجه وزیر سرگي لاوروف سفرانځور: Siphiwe Sibeko/REUTERS د نظرونو بدلون د دې له پاره چي دغي ستونزي ته رسيدگي وسي، نو بايد سړی په دې پوه سي چي ولي جنوبي افريقا په تيره بيا له ډيره وخته راهيسي د افريقا ملي کانگرس (ANC) نه غواړي د روسيې او لويديځ په وړاندي يو طرفه دريځ غوره کړي.
د دې کار علتونه د اپارتايد په وړاندي مبارزې په ترڅ کي د پخواني شوروي اتحاد له خوا د (ANC) د ملاتړ په نتيجه کي د اوږدې مودې اړيکو ته ځي.
په پريتوريا کي د افريقا له پوهنتون څخه د نړيوال سياست پروفيسره ، جو ـ آنسي فان ويک په خبره: «نن ورځ مسکو او پروتوريا په دې اند دي چي » نړيوال نظم له اوسني حقيقت سره مطابقت نه کوي او د قدرت يوه عادلانه ويش ته اړتيا ليدله کيږي.»
«د ناټو پر وړاندي د روسيې د جعلي خبرونو کمپاین»
د هغې په خبره، جنوبي افريقا هم له دې سره علاقه لري چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توگه له روسيې او چين سره خپلي اړيکي پياوړي کړي، له کوم ځايه څخه چي د افريقا لويه وچه له ډيره وخته راهيسي د قوي ږغ غوښتونکې ده.
جنوبي افريقا له روسيې، هند، چين او برازيل سره يو ځای د بريکس د ډلي غړې ده. دغه ډله چي په اول سر کي يې د اقتصادي قدرتونو ترمنځ د مخ پر زياتيدونکي ډول تجارتي اړيکو د فوروم په توگه خپل فعاليت پيل کړ اوس ورڅخه د يوه پلت فورم په توگه گټه اخيستل کيږي تر څو د لويو قدرتونو ترمنځ نړيواله سيالي له ننگوني سره مخامخ کړي.
د م. م. عمومي منشي د يوې سترې جګړې د پېليدو په اړه اندېښمن دی
د بحران له نړيوالي ډلي څخه پاولينه بيکس څرگندوي چي د لويديځ تصور د نورو واقعيتونو په پام کي نيولو کي پاته راځي. بيکس وايي: «د جگړې له امله رامنځته سوې بيره د اروپايي ټولني ډيپلوماټان ځيني وخت تنگ نظره کوي. هغه زياتوي چي په اروپا کي جگړه د افريقا امنيت ته کوم خطر نه پيښوي او افريقايي هيوادونه هم نه غواړي چي مجبور کړای سي د کوم طرف پلوي وکړي.»
GP/NZ/DW.Online
په اوکراين کې د یوه کال جګړې ځينې مهمې پيښې
پر اوکراین د روسېې يرغل نږدې يو کال کيږي. په دغه روانه جګړه کې تر اوسه په زرونو خلک وژل شوي او د اوکراین ډېر ښارونه په کنډوالو بدل شوي دي. په دغه انځوریز رپوټ کې د جګړې ځېنې مهمو پېښو ته اشاره شوې ده. انځور: Javie Espinosa/El Mundo/IMAGO روسي قواوو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه د ولسمشر ولاديمیر پوتين په امر د شمال، شرق او جنوب له خواو پر اوکراين پوځي یرغل وکړ. پوتين خپل دغه اقدام ته «ځانګړي پوځي عملیات» وايي چې موخه ېې د اوکراین «بې وسلې کول» او «له نازيانو څخه پاکول» بولي.
انځور: Konstantin Mihalchevskiy/SNA/imago images روسي ځواکونو د مارچ په دوهمه د اوکراین د جنوبي ښار، خيرسون د نیولو ادعا وکړه او د همدې مياشتې په اوایلو کې ېې د خيرسون د پاتې برخې او په ګاونډ کې ېې د زاپروږيا سيمې ډېرې برخې هم ونيولې چې په هغو کې د زاپروږيا اټومي بټۍ چې د اروپا په سطحه تر ټولو سترې بټۍ دي هم شاملې دي.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS روسي ځواکونه په اپریل کې د کیف له څنډو څخه ووتل چې تر وتلو وروسته ېې داسې ادعاوې وشوې چې د بوچا سیمې پر سړکونو د ملکيانو پراته مړي او یا ډله ایز قبرونه وموندل شول.
انځور: Ronaldo Schemidt/AFP روسي ځواکونو د اپریل مياشتي پر نهمه د اوکراين په شرقي ښار کراماتورسک کې د اورګاډي یو تمځای په توغندي وويشت. په دغه برید کې ۵۲ ملکیان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپيان شول.
انځور: Seth Sidney Berry/ZUMA Press Wire/picture alliance اوکرایني ځواکونو د اپریل مياشتي پر ۱۳مه د موسکوا په نوم د روسېې د تورې بحېرې يوه جنګي کښتۍ په یو توغندويز برید کې ووېشتله. د کروز توغنديو ليږدونکې دغه کښتۍ په راتلونکې ورځ په اوبو کې ډوبه شوه.
انځور: Vasily Batanov/AFP/Getty Images اوکرایني ځواکونو د می پر ۱۶ پریکړه وکړه چې د آزوفستال فولادو کارخانې څخه وروسته د نژدې ۳ میاشتو مقاومته ووځي. دا په ماريوپول کې د اوکرايني ځواکونه تر ټولو وروستی او کلک سنګر وو چې د روسي ځواکونو په محاصره کې وو.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS د می مياشتي پر ۱۸، فنلند او سويډن په ناټو سازمان کې د غړيتوب له پاره خپل درخواستونه وړاندې کړل. دغه اقدام د جګړې پر مهال د اوکراین د متحدینو د پوځي اتحاد د لا پراختیا او پر مسکو یو قوي ګوزار وو.
انځور: JOHANNA GERON/AFP په جون میاشت کې اوکراین ته د امریکايي هيمارس توغنديو په ګډون ډيرې غربي وسلې ورسېدې. د آرشیف انځور
انځور: Petra News Agency/dpa/picture alliance روسي ځواکونو د جون مياشتي پر ۳۰مه له سنيک جزېرې څخه شاتګ وکړ. دغه جزیره د اودیسا بندر جنوب ته ليرې د تورې بحېرې په اوبو کې پرته ده. روسي ځواکونو د اودیسه بندر د یرغل په لومړيو ورځو کې نيولی وو. د آرشیف انځور - په توره بحیره کې د روسېې سمندري ځواکونه
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance روسېې او اوکراین د جولای پر ۲۲ په استانبول کې د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب د غله جاتو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې په میلیونو ټنه هغه غله دانه چې د جګړې له کبله د اوکراین د تورې بحېرې په بندرونو کې بنده پاتې وه، نړیوال بازارونو ته ېې له سره صادرات پیل شول.
انځور: TURKISH DEFENCE MINISTRY/ REUTERS د جولای پر ۲۹مه د روسي تر کنټرول لاندې جنوبي ښار اولینويکا کې یو زندان باندې توغندويز برید وشو چې پکې ۵۳ کسان ووژل شول.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS د اګست مياشتي پر ۹ په کریمیا کې واقع یوه هوايي اډه کې ځواکمنې چاودنې وشوې. ډيرې چاودنې د برېښنا په یو سبستیشن او د مهماتو په ډيپوګانو کې وشوې. دا د اوکراین په جګړه کې د روسېې يوه مهمه رول لوبونکې پوځي اډه ده. د اوکراین يو لوړپوړي پوځي بیا وروسته وویل چې د کریميا بريدونه د کيف ځواکونو کړي ول.
انځور: REUTERS د تېرکال اګست مياشتي پر ۲۰ د روسي ملتپاله ايډیالوژیست الکساندر دوګين، لور، داریا دوګينا د يوه موټربم په چاودنه کې ووژل شوه. دغه چاودنه د مسکو له ښاره باندې رامنځ ته شوه چې روسي چارواکو ېې پړه پر اوکران ورواچوله.
انځور: TSARGRAD.TV via REUTERS اوکرايني ځواکونو د سپتمبر په ۶ په شمال شرقي سیمه خارکيف کې د روسي ځواکونو پر ضد ناڅاپي چټک تعرضي عملیات پيل کړل. په دغو عملیاتو کې له ډيرو سیمو څخه روسي ځواکونه چې له میاشتو راهيسي پکې اوسېدل، بېرته وښکل شول.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين، د سپتمبر مياشتي پر ۲۱ د قسمي پوځي بهيج اعلان وکړ، چې له مخې ېې ۳۰۰زره ریزرفي عسکر د روسېې پوځ ته نېول کېدل. دغه اعلان سبب شوو چې پر شرايطو برابر په سلونو زره روسي نارينه چې نه ېې غوښتل جنګ ته واستول شي، ګاونډيو هیوادونو ته وتښتي.
انځور: Daro Sulakauri/Getty Images د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپتمبر پر ۳۰ د کريملین په یو مراسم کې د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق سندونه لاسلیک کړل.
انځور: Grigory Sysoyev/AP/picture alliance د اکتوبر پر ۸ نيټه د کریميا پر پله د یو لارۍ بم چاودنه وشوه چې د دغه پله يوه برخه ېې تخریب کړه. دغه مهم پل روسيه له کریميا نيمه ټاپو سره نښلوي. پوتین دا د اوکراین کار وباله او په ځواب کې ېې د اوکراین بريښنايي زیربناوې تر توغندويز بریدونو لاندې راوستلې.
انځور: AFP روسېې د اوکراین پر برېښنايي زیربناو لومړني توغندويز بریدونه د اکتوبر پر ۱۰مه پیل کړل. دغو بریدونو ادامه پيدا کړه چې د اوکراین په ډيرو ښارونو او سیمو کې ېې خلک په سوړ ژمي کې د اوبو او بريښنا له اړخه له سختو ستونزو سره مخ کړل.
انځور: Kostiantyn Liberov/AP Photo/picture alliance روسيې د نومبر مياشتي پر ۹ له خیرسون څخه د خپلو ځواکونو د شاتګ اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغه ښار اوکرایني ځواکونو بېرته ونیو او د دغه هیواد ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي هم هلته ورغی له خپلو ځواکونو او د سیمې له اوسیدونکو سره ېې وکتل.
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS د روسېې پوځ د دسمبر میاشتې پر ۵ وويل چې اوکراین د روسېې په خاوره کې دننه ډير وړاندې د دوی پر دوو پوځي اډو بریدونه کړي دي. روسېې وويل چې اوکراین په دغو بریدونو کې له اوږد واټن وهونکو جنګي ډرون څخه استفاده کړې ده.
انځور: TASS/dpa/picture alliance د ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتي پر ۲۱ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي امریکا متحده ایالتو ته ولاړ او له ولسمشر جو بایدن سره ېې وکتل. دا د جګړې له پيل راوروسته امریکا ته د زيلنسکي لومړی سفر وو چې پکې اوکراین ته د پيټرويټ هوايي دفاع سیستم او نورو وسلو پر ورکړې خبرې وشوې.
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance اوکراین د نوي کال په لومړيو شيبو کې په ماکییوکا سیمه کې د روسي عسکرو يو مرکز په نخښه کړ. د روسېې دفاع وزارت وویل چې په دغه برید کې ېې ۸۹ عسکر ووژل شول. دا پر روسي عسکرو د اوکراین یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERS روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
انځور: Sergei SUPINSKY/AFP روسيې د جنوري مياشتي پر ۱۲ د اوکراین د سولیدار ښارګوټي د نیولو خبر ورکړ. مسکو په عین وخت کې د بخموت د نیولو په موخه خپلې تعرضي حملې چټکې کړي دي. بخموت په سیمه کې د اوکراین تر ټولو قوي مرکز ګڼل کيږي. په انځور کې اوکرایني ځواکونو په سوليدار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې
انځور: AP/Libkos روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.
انځور: VALENTYN REZNICHENKO via REUTERS د روسېې د خصوصی امنيتي شرکت، واګنر مالک د فبرورۍ مياشتي پر ۱۰مه وويل چې د اوکراین جګړه به کلونه وخت ونیسي. يونګي پریګوژین، وویل د روسېې له خوا یوازې د دونباس سيمې بشپړ نیول به ۱۸میاشتې وخت ونیسي. د واګنر شرکت ملیشي د اوکراین په جګړه کې جنګیږي.
انځور: Uncredited/AP/dpa/picture alliance