1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مسلکي کسانو د کمښت په هکله نوی ریکارډ

۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبه

په آلمان کی په ۲۰۲۲ م کال کې د مسلکي کسانو کمښت خپل لوړ حد ته ورسید. د یوې نوې څیړنې له مخې په ۲۰۲۲ کال کې ۶۳۰ زره کارځایونه خالي پاتی سوی دي. په ځینو برخو کی حتی ۹۰ سلنه تش کارځایونه نه دي ډک سوي.

Deutschland 2016 | Hochschule für Grafik und Buchkunst in Leipzig | Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

په جرمني کې د (Kofa) په نوم تجارتي مؤسسې یا "د مسلکي قوي د تأمین له پاره د صلاحیت د تشخیص مرکز" اعلان کړی دی چې د اوکراین د جګړې او لوړ انفلاسیون له امله پر اقتصادي فشار سربیره، بیا هم په ۲۰۲۲ کال کې د مسلکي کسانو کمښت یوې نوې ریکارډ کچې ته ورسید.

نوموړی مرکز په خپل تازه رپوټ کې وایي چې تیر کال ۶۳۰ زره کارځایونه د مسلکي کسانو له خوا نه دي ډک سوي، دا ځکه چې د آلمان په دننه کې پر دغو شرایطو برابر کسان موجود نه ول.

ددغي څیړنی پر بڼسټ د ماهرو کسانو کمبود په ځانگړي ډول د روغتیا، ټولنیزو چارو، زده کړو او همدارنگه ساختماني چارو، نقشه جوړولو او مهندسۍ د خدماتو په برخه کی له ورایه ښکاریده.

جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي

په دغو برخو کې له هرو لسو ځایونو څخه ۶ یې خالي ول. د طبیعي علومو، جغرافیې، او د اطلاعاتو د تخنیک په برخه کی دغه کمبود له متوسطې کچی څخه لوړ وو.

د نوموړي څیړنی له مخی  د تجارتي خدماتو او راکړه ورکړو، هوټل دارۍ او سیاحت په برخه کی په ۲۰۲۲ کال کې د مسلکي کسانو کمبود ۳ برابره سوی دی او له هر ۱۰ ځای څخه ۳ یې نه دی ډک سوی.

د کرونا له وبا وروسته په دې برخه کې مسلکي کسانو ته ډیره اړتیا احساس سوه.

د (Kofa) په حواله هر څومره چې د اړتیا وړ صلاحیت ډیر وي، په هم هغه اندازه  په مسلکي کسانو د خالي کارځایونو ډکیدل سخت وي. په خاص ډول د کمپیوټر د علومو، د برق د مهندسۍ، د ساختماني چارو د تنظیم او څارنې په برخه کې کارپوهانو ته اړتیا موجوده ده او په دې برخو کې له هرو ۱۰ ځایونو څخه ۹ یې  ونه سوای کولای پر مناسبو شراطو ولاړ مسلکي کسان پیدا کړي.

جرمني: شرکتونه باید زړو کسانو ته کارونه ورکړي

د «ایفو» په نوم د اقتصادي څیړنو د مؤسسې رئیس کلمنس فوست، په یوې مقاله کې لیکلي دي چې  شرکتونه کولای سي د معاشونو په لوړولو او بهتره کاري شرایطو سره له نوموړې ستونزۍ سره مقابله وکړي.

معاشونه او ښه کاري شرایط په خاص ډول په هغو ځایونو کې چې د بازار له امله ډیر کښته وو، په تیر کال کې ښه سوي دي او که غیر مسلکي کسان ډیره گټه پورته کړي، بیا نو دغه نابرابري هم راکمیږي.

د جرمني د تجارت او صنایع د خونی  (DIHK) د ټولپوښتنی له مخی چی د نوي میلادي کال په سر کی له ۲۲ زرو شرکتونو څخه تر سره سوه ، په سلو کی ۵۳ آلماني شرکتونو ویلی چی د نوو کاري قوې په استخدامولو کی له ستونزو سره مخامخ دي.

د کرونا وبا او د اوکراین پر جګړې سربیره، د آلمان د کار په بازار کې وضعیت تر یو ځایه همداسي ثابت دی، خو اوس د کاري قوې کمښت د دغه هیواد د اقتصاد په یوه لوی چیلنج بدل سوی دی.

د کومو هیوادونو مسلکي کسان جرمني په زړه پوري بولي؟

د احصاییو له مخې د جرمني د کار په بازار کې د رامنځته سوو مشکلاتو د راکمولو له پاره، هرکال ۴۰۰ زره مسلکي مهاجرو ته اړتیا سته او که د هغو د کمبود د له منځه وړلو له پاره کوم اقدام ونه سي، د آلمان د کار بازار به تر ۲۰۳۵ م کال پوري تر اوه میلیونه کاري قوې له کمښت سره مخامخ سي.

GP/SR/DW.Farsi

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب